د کابل ښاروال د ساختماني پروژو پر پر وخت او معیاري پلي کېدو ټینګار وکړ

د کابل ښاروال د ساختماني او سړک جوړونې قراردادي شرکتونو له استازو سره په کتنه کې ټینګار وکړ چې روانې پروژې باید په ټاکلي وخت او د معیار له مخې پلې شي، او خبرداری یې ورکړ چې له تخلفونو او ځنډونو سره به جدي چلند وشي.
د کابل شاروالۍ د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د شرکتونو استازو خپلې ستونزې، ننګونې او وړاندیزونه وړاندې کړل. له دغو نظریاتو د اورېدو وروسته، ښاروال اړوندو مسئولینو ته لارښوونه وکړه چې د یادو مسایلو د حل لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.
ښاروال څرګنده کړه چې د تطبیق ځنډ، غیرمعیاري کارونه او هر ډول لنډون نه یوازې د ښاریانو له خوا د منلو وړ نه دي، بلکې د شاروالۍ د مشرتابه له خوا به هم جدي څارل کېږي. د ده په وینا، که کوم شرکت تخلف وکړي، قرارداد به یې فسخ شي.
هغه زیاته کړه چې قراردادي شرکتونه مکلف دي پروژې د تصویب شوو ډیزاینونو، تخنیکي اسنادو او په ټاکلي وخت کې بشپړې کړي. ښاروال ټینګار وکړ چې د عامه شتمنیو او پرمختیايي فرصتونو ضایع کېدو ته به هېچا ته اجازه ور نه کړل شي.
ښاروال کابل همدارنګه په مزدحمو سیمو کې د پروژو د مؤثر مدیریت پر اړتیا ټینګار وکړ او وویل، کارونه باید په څو کاري شفتونو کې تنظیم شي تر څو د ښار د اوسېدونکو ګڼه ګوڼه او ستونزې کمې شي. د هغه په وینا، د خوندیتوب تدابیر، منظمې د اوبو پاشۍ، او د اضافي موادو او ساختماني توکو منظم انتقال باید په جدي ډول عملي شي.
هغه د معیاري جوړونې د رول په اړه وویل چې دا کار د منظم او پایدار ښاري پرمختګ لپاره ډېر مهم دی. د ښاروال په وینا، د شاروالۍ اداره د پروژو پر بهیر دوامداره څارنه او کنټرول لري، خو ښاریان تل له اړوندو ادارو غواړي چې دغه نظارت دې په شفاف ډول او د حساب ورکولو په اصل ولاړ ترسره شي څو له ټیټې کیفیت لرونکو کارونو او د عامه شتمنیو له ضایع کېدو مخنیوی وشي.




